...

کامګار خټک

که غمونه د تمام وګړي ټول شي
 زما غم به تر همه غمونو شپول شي

د تمام وګړي غم به هومره نه وي
 که زما د زړه له غمه سره تول شي

په دنيا کې د ښادۍ څه اثر نه شته
 په دروغه د ښادۍ غم د ډول شي

د اجل غشي ته هيڅ نه ودريږي
 برناحق په غاړه زغره په سر خول شي

که په علم په حکمت لکه لقمان شي
 په آخر د مرګ علاج ته ګنج و ګول شي

عاقبت د مرګ هاتي که تر پښو لاندې
 که خبره د اورنګ يا د بهلول شي

د آشنا مخ به و نه ويني په سترګو
 که کامګار په جهان سر په لاس کچول شي