...

کامګار خټک

ستا د حسن کاروان لېښ شي
 داغ زما په خاطر اېښ شي

زما زړه چې دلربا ځي
 له ګوګله را وکېښ شي

ستا له لاسه جام د زهرو
 لکه شهد هسې څېښ شي

هر زمان د تا ليدو ته
 خراب زړه زما مېښ مېښ شي

چيرې نه، چې په نارو يې
 يار د ناز له خوابه ويښ شي

که فرياد کوم ګرم نه يم
 چې د غم در يې را پېښ شي

د خپل د صورت نقش
 د کامګار په زړه کې کېښ شي