...

کامګار خټک

که يو ګوټ يې د ساقي له جامه نوش شي

 ځان جهان به دې له دله فراموش شي

په کاسه متاع د سر يې پياله راکړه
 آفرين دې په همت د مۍ فروش شي

د دلبرو مستو سترګو څه اثر دی
 چې دانا يې په يوه نګاه مدهوش شي

په پرده کې رباب دا په مرموز وايي
 چې زاهد دې د رندانو پرده پوش شي

چې بې ياره زړه له غيرو پاک صيقل که
 هر زمان پرې غږ له غيبه د سروش شي

سرې سرې اوښې مې بهيږي له چشمانو
 چې مې ننه د ګوګل وينې په جوش شي

څه عجب که د ديوار تصوير زنده که
 که يو دم ورسره ښکلی هم آغوش شي

هومره شور د مينې نه لري په زړه کې
 چې کامګار خټک به يو زمان خاموش شي