...

کامګار خټک

ملاقي چې ستا له مخه مخ د نمر شي
 مخ د نمر د نازه مخه مکدر شي

مخ هغه چې شي قبول له خپله مخه
 مخور به کا مخ په ډېر زيور شي

مخ په مخ به ورته څو خبرې کړمه
 لا په کله مخ په مخ له ما دلبر شي

مخ مې ستا و مخ ته کيږي بې اختياره
 لکه مخ ته د نمر مخ نيلوفر شي

زما مخ د خپله مخه ذره شان کړ
 چې يې مخ د نمر له مخه منور شي

مخ به کله ستا له مخه و جار به شم
 که مې مخ ته ستا د مخ زلفې لښکر شي

د کامګار له مخه مخ د رقيب تور شي
 چې دلبر مخ برهنه په مخه ورشي