...

کامګار خټک

چې له تا نه نسيم راشي
 غونچه زړه مې باندې وا شي

ته چې شونډې را باندې کېږدې
 روح دې جام و خولې ته راشي

يو زمان له ما همدم شه
 که دې څه زړه سوی په ما شي

چې د مخ په جام کې څير کا
 په سجده ورته مينا شي

راشه ژر د سبا باده
 چې ګلونه په خندا شي

ګل پري څيرې پيراهن کړ
 چې بلبله په نوا شي

د ګل پاڼې ورته بويه
 چې کفن د خوار بورا شي

په بهار د ګل طبق ته
 بلبلانو ته صلا شي

وصل شته دی د دلبرو
 جدايي پسې بلا شي

چې غمجن زړونه فرياد کا
 اسمان زمکه په ژړا شي

کامګار هسې کړ غمونه
 لکه اور چې بل په چا شي