

کامګار خټک
چې
دلبر چېرې په سيل کې د باغ ګرزي
ته به وايې په فانوس کې چراغ ګرزي
زه
يې درست د جدايۍ په لمبو وسوم
بيا په څو زما له حاله فراغ ګرزي
په
ما خوار به نظر کله که د رحم
يار چې هسې په ډېر خيال په ماغ ګرزي
په
ليدل يې هسې مست ګرزم باور کړه
لکه څوک چې مست په څښل د اياغ ګرزي
دا
يې خال دی چې يې ايښی په جبين دی
که په باغ کې د ګلونو نور زاغ ګرزي
چې
يې تورې سترګې وليدې د ښکليو
شرمنده شو آهو ځکه راغ ګرزي
ګومان
مه کړه چې کامګار له غمه خلاص شي
لا له طوره په سينه ايښی داغ ګرزي