

کامګار خټک
په
خاطر کې چې مې خيال د آشنا ګرزي
سرې لمبې مې په ګوګل کې ګويا ګرزي
مشتاقان
دي ستا په شونډو جمع شوي
که مچان دي په خوان د حلوا ګرزي
زړه
مې ګرزي ستا د زلفو په سودا کې
که په توره شپه په طور کې موسی ګرزي
زړه
مې ستا تر مخ چاپېر ګرزي صنم
که پتنګ دی چې تر شمعې خواوشا ګرزي
دا
مې زړه دی چې طلب د خپل آشنا که
که په يار پسې ړنده زليخا ګرزي
د
ګل مينې يې د زړه بازار تالا کړ
بلبل
ځکه هسې شان په غوغا ګرزي
ستا
د عشق په اور زما و زړه ته ګوره
چې همېش لکه لوګی په هوا ګرزي
عاشق
ستا د عشق په تېغ دی شهيد شوی
په دا څه شي که ژوندی په دنيا ګرزي
نرګس
ستا له سترګو هسې شه ناتوانه
چې له ډېرې عاجزۍ په همسا ګرزي
تورې
زلفې د دلبر نافه د مشکو
خلک څه لره په چين په ختا ګرزي
عاقبت
به فلک وينې که ترې تويې
صراحي چې هسې رنګ په خندا ګرزي
د
دلبر جمال يې وليد آشفته شو
نمر چې هسې سرګردان په سما ګرزي
کامګار
ستا د لاسه قتل ته دلبره
لکه پسه د قربانۍ په مينا ګرزي