...

کامګار خټک

همېشه کوم په عشق کې سربازي

په خپل سر کوم د ميني کارسازي

همېشه کوم په عشق کې سربازي

 په خپل سر کوم د ميني کارسازي

له بل چا به څه مانه کوم په عشق کې
 چې زما که خپلې اوښې غمازي

دا خو ته يې چې له ما سره جفا کړې
 ښکلې کاندي د عاشق دلنوازي

په اندوه يې شمع ويلې شي تمامه
 چې پتنګ که درسته شپه جانګدازي

ځکه شپه زما د غم شوله درازه
 چې ستا زلفې لري ډېره درازي

مګر ته پرې قدم کېږدې ځکه سترګې
 هميشه لرم په اوښکو نمازي

هر عاشق به يې محمود غوندې غلام شي
 که خوبان وکړي خويونه ايازي

غم اندوه شو په نصيب د عاشقانو
 روغ عالم خپله خوښي که شيرازي

ښه چې اور پرې د پتنګ د خاطر بل شه
 شمعې ډېره کړه تر حده بې نيازي

زه د هر چا سره ساز کړم ستا د پاره
 ته له ما سره کړې ولې ناسازي

له آنجامه خبر نه يم چې به څه شي
 د کامګار خټک په غم شوه آغازي