

کامګار خټک
ته
چې مخ له ډېره خياله زرافشان کړې
شرمينده ستوري سپوږمۍ د آسمان کړې
ستا
د مستو سترګو څه عجب اثر دی
چې په تش کاته بې عقله، هوښياران کړې
که
په نورو دې زړه نرم لکه موم دی
په ما خوار باندې يې سخت لکه سندان کړې
زه
تاويږم لکه مار هسې له غمه
په سپين مخ چې تور کاکل پيچان پيچان کړې
د
بيمار خاطر طبيب لکه عيسی يې
ولې ځان زما په رنځ باندې نادان کړې
څو
ژوندی يم د جفا خويونه پريږده
پس له مرګه به بيا ته زما ارمان کړې
د
وصال وعده دې کړې وه محکمه
نه پوهيږم چې بيا کوم يوه پښېمان کړې
چې
په خونه د رقيبانو مخ جار باسې
د کامګار خاطر په سرو لمبو بريان کړې