

کامګار خټک
ګور ته نه وينې عالم ځي کډې کډې
چې دا هسې کړې خبرې بډې بډې
تړې
وتلی هيڅوک روغ سلامت نه دی
په دا سيند کې بيړۍ ډيرو کړلې ګډې
ښه
ځوانان چې په جهان کې وو راغلي
ځنې ډک شول د همانو نه کندې لګډې
عاقبت
به سر لبمې په کې وګرزي
چا چې اوس کړې په حرامو ګيډې ډډې
نصيحت
د ناصح نه اوري په غوږو
هسې ناست دی له غفلته سترګې ډډې
غافلان
دې لکه سپي هسې اړاند کړه
دريغه دريغه دنياګۍ د سينې هډې
هسې
نه چې د کامګار احوال ګډوډ شه
د دنيا چارې دي واړه ګډې وډې