

کامګار خټک
ستا
د سترګو خيال مې په ضمير راغلی دی
ډوب په غم بحر ته دستګير راغلی دی
څرنګ
سيند د اوښيو په چشمانو کې حصار کړم
موج د عظيم بحر په غدير راغلی دی
مخ
راته ښکاره کړه که په مرګ مې راضي نه يې
هجر دې و مرګ ته زما خبر راغلی دی
نور
به آشنا نه شم آشنايي په غم اخته کړم
نن مې و خاطر ته دا تدبير راغلی دی
ځکه
په کې ښکلی سياه چشم پيدا کيږي
باد د قاله کوي په کشمير راغلی دی
سل
جور و جفا که له مګاره هميشه کړې
بيا درته اقرار په خپل تقصير راغلی دی