...

کامګار خټک

که مې يار په صباحت کې تن سيمين دی
 ځکه ژاړم چې په ما يې زړه سنګين دی

څوک به ده سره بل ښکلی څه نسبت که
 چې آفتاب يې له جماله خوشه چين دی

عندليب آه فرياد کوي ګرم نه دی
 د ګل مينې پرې داغ ايښی آتشين دی

بې رقيبه ښکلي څوک مومي په دهر
 په هر ځای اغزي له ګل سره قرين دی

د وفا طمعه له ګله ناپوهي ده
 چې جفا يې همېشه رسم و آيين دی

د دلبر وصال جنت دی په معنی کې
 او عذاب يې د هجران لکه سجين دی

تر عذاره يې چاپيره خط ليده شي
 که په نمر باندې چا کړی خط مشکين دی

د خبرو تنستې دي هر چا ایښې
د چا شعر شاړ خمتا د چا ريښمين دی

هر يو بيت يې زيبا ګل د نوبهار شو
 چې بياض مې لکه باغ هسې رنګين دی

هر مقصود ته وسيله بويه عاقله
 د کامګار وسيله رب و ته ياسمين دی