...

کامګار خټک

بهار بيا د دې چمن په آرايش دی
 هر يو ګل يې بيا په نوي نمايش دی

د هجران محنت پرون راباندې تير شه
 شکر شکر نن د وصل آسايش دی

زه او يار مې او مطرب ګوشه له خلکه
 په دا ميان کې د رقيب څه ګنجايش دی

په بهار توبه حرامه ده له ميو
 دا د پير مغان و ما ته فرمايش دی

ساقي صاف يې کړه په جام د صافو ميو
 چې په زړه کې مې د غم څه آلايش دی

لاړ به نه شم په ژوندون د يار له کويه
 ما ليدلی په دا ور کې کشايش دی

که و درو ته د خپل يار کولی کامګار
 په خندا څه قهر نه دی آزمايش دی