...

کامګار خټک

څه عجب وخت د هوس دی
 تمام ملک زرغون اطلس دی

د ګلونو په طفلانو
 تمام ډک د زمرک نسل دی

بلبل تور دی زړه باور شو
 په معنی لکه قفس دی

بورا ګشت کوي په ګلو

په مرداره ناست مګس دی

اوس کار اخله له چمنه
 که تېر عمر لاړ عبس دی

د بهار تماشا ګوره
 بل مقدم يې په کال بس دی

بې پروا باده نوشي کړه
 چې بېخوده پروت عبس دی

هر نفس سير د باغ کړه
 چې خوږ عمر يو نفس دی

هزار ګوره چې له شوقه
 په غوغا لکه جرس دی

که څو کاله و بندي شوې
 بيا نزول له چرخه وس دی

نی ومی کښلي له خپله
 دا دولت ما لره بس دی

د خوښۍ د باد په مخ ځي
 نن ورځ غم مثال د خس دی

دا غزل چې کامګار ووې
 سن د هجر ځي عسس دی