...

کامګار خټک

نه به څوک بې ناچارۍ مين پريږدي
 نه به روح په خوشحالۍ بدن پريږدي

د خوبانو د مخ هسې رنګ جذبه ده
 چې سيماب يې په طلب کې وطن پريږدي

د يوسف غوندې به څو ځنې بيرون که
 که د زنې چاه ته زلفې رسن پريږدي

که د زلفو د بوی چين په جبين ورشي
 له هوسه به هوسيه ختن پريږدي

که ستا مخ يو ځله وويني په سترګو
 بت پرست به نور سجود د وثن پريږدي

په خاطر به مې بيغمه قراري شي
 که مې سترګې د خوبانو ديدن پريږدي

که دې وليدې سرې شونډې جوهربانو
 په ياقوت پسې به تله د يمن پريږدي

که دلبر په دا ښايست لاړ شي چمن ته
 د خوبۍ دعوې به ګل د چمن پريږدي

د دې دور د وګړي دا عادت دی
 چې دارو کيږدي په روغو دردمن پريږدي

د وګړي له اندوهه ورتلی نه شم
 لکه څوک د مار له ويرې مخزن پريږدي

د هيچا په نل دا هسې ګومان نه و
 چې په خوشې بيابان پدمن پريږدي

بده برخه په دنيا د زاغ نصيب ده
 چې مردارې لره درومي ګلشن پريږدي

په خاطر به يې قراره قراري شي
 که کامګار د ښايسته وو ديدن پريږدي