...

کامګار خټک

له جهانه چې هر دم ښکلي ياران ځي
 زما اوښې په دا غم لکه باران ځي

ژړا څه ده د يعقوب وحال ته ګوره
 په فراق د ښو يارانو دوه چشمان ځي

زه فقير به په دنيا څه ته نازيږم
 چې شاهدان ترې بينوا لکه خواران ځي

په آخر به زوال بيا مومي له څرخه
 که د نمر غوندې د څرخ په تخت روان ځي

دا چې اوس په جهان ډېره خوښي کاندي
 هم هغه به ور نه لا په ډېر ارمان ځي

د عقبی په لور بهير دی د وګړي
 لکه زاڼې چې په لور د هندوستان ځي

بېوفا تر عمره نه شته په دنيا کې
 چې د باد غوندې په تلنه شتابان ځي

و لحد ته به يې کوز کاندي سرتوری
 دا چې اوس په سر د ستار له خياله وران ځي

هم په دا د غريبانو دمه کيږي
 چې بادشاه فقير په مرګ سره يسکان ځي

غافل ځان که د غفلت د بار د لاندې
 په دا لارې سبکساره ځوانمرادان ځي

چې نبيان تر دنيا لاړل د چا ياد دي
 که کامګار غوندې هر دم چندان چندان ځي