

کامګار خټک
د
ستا شونډې له خوږرویې خپله نښتې
ما وې ما ته کړې په ناز خبرې تتې
چې
زنځير يې ستا د زلفو دی ليدلی
ليونی زړه مې وتلی دی له نغتې
په
ګوګل کې مې د عشق لمبې دي بلې
که فانوس غوندې اغوستی مې دی ختې
سحر
بوی د ستا د زلفو نسيم راوړ
که عطار نافې د مشکو دي ارتې
په
ظاهر که له تابيل يم په باطن کې
يم چاپير چاپير له تا لکه پروتې
چې
پلو دلې ستا په مخ دی سود مې نه شي
که زخمي په کښلول کړم خپلې ګوتې
نه
يوازې اوس په تا راځي کامګاره
خلق د ميني خم کړې چيتې پيتې