

کامګار خټک
چې
له ځانه خبر نه دی څه خبر دی له جهانه
چې تنها په لارې درومي څه يې کا دی له
کاروانه
ساقي
هسې پياله راکړه چې په څښل يې لايعقل شم
د خوښۍ د ناوې عقد فلک وکړ له تاوانه
د ديدن
په مصر کې مې زليخا د زړه ړنده شوه
ښايسته يوسف به کله را روان شي له کنعانه
تمامي
عمر مې تېر شو د وصال په انتظار کې
چې طالع مې مدد نه که څه ګيله کړم له
آسمانه
دا
دستور دی تل ګنجونه خښول په ويرانه کې
ځکه ما د عشق و ګنج ته وداني کړه د زړه
ورانه
نه
تنها کامګار سجود کا ستا د ورځو ومحراب ته
د ترسا ميني ترسا کړ خبر واخله له منوانه