...

کامګار خټک

چې د عشق په لار روان شوم له اوله
 عشق کتاب د جنون راکړ چې دا لوله

له ازله خدای زما په نصيب خار کړ
 د ازل بخره اوس څرنګ کړم بدله

خود له ښکليو توبه وکړم بيا کړم ما ته
 عشق کړ واړه زما قول بې عمله

په باران زما د اوښو نه سړيږي
چې لمبه د يار د مينې شوه رابله

خوب خوراک صبر آرام يې ځنې يووړ
 چې په زړه باندې مې راغله د عشق ځله

که لايق ستا د خوږو د لبو نه يم
 يادوه مې په ښکنځلو کله کله

چې د عشق په بيابان ګرځې کامګاره
 مجنون نه دی روغ وتلی له دې ټله