

کامګار خټک
ته
چې سم په لارې نه درومې له خياله
ليونی به شي ډير ما غوندې تر کاله
په
سينه مې لک د تا د بڼو غشي
د زړه سر مې دی دا غدار د تا له خياله
لکه
اور چې په پنبه کې ساتی نه شي
صبوري په عشق کې هسې ده محاله
غمجن
زړه به زما هله مګر روغ شي
که پرې څوک ستا د وصال کيږدي دسماله
د
اوبو غريق خبر له ځانه نه وي
د غمونو ډوب به څه پوښتې له حاله
د
پاخه عاشق ژوندون د يار په غم دی
کارسازي په نوي عشق کې کړه د لاله
يو
ساعت يې په دنيا ژوندون محال دی
که کامګار شي نااميد ستا له وصاله