...

کامګار خټک

ګل چې لاف د همسرۍ که ستا له رنګه
 پريږده نمر به يې بل رنګ کاندي تر درنګه

مخ دې ګوښی لوټول که سترګې ګوښي
 ستا د حسن سپاه نه پايي بې جنګه

د ګلاب د ګل له څنګه خار را ياد شي
 چې رقيب ووينم ناست د تا له څنګه

هرګز نه دي هيڅ کافر په مومن کړي
 دا ستم چې ته په ما کړې شوخ و شنګه

ننګ او نام و ما ته څه ستايې ناصحه
 ما ته عار دی نام له نامه، ننګ له ننګه

په کې نه مومم د صبر يو بڅری
 که د وسپنې سينه کړم زړه له سنګه

ستا د حسن په بازار کې نه قبليږي
 را څخه چې ده، د عقل د هوش پنګه

نور به څنګ و آدم زاد ته نژدې نه کړم
 که مې زړه شي دا ځل خلاص د تا له څنګه

ځان به خلاص له ډېره غمه کړې کامګاره
 که په عشق کې سبق واخلې له پتنګه