...

کامګار خټک

که د تا د حسن وصف ملک نه که
 د سکه ذکر د نقد سو لک نه که

د تا مينه څرنګ پټه کړم په زړه کې
 تر برغولي به څوک لاندې فلک نه که

زړه مې هسي د بڼو په غشو ولې
 چې ظاهر صورت مې هيچرې شک نه که

صبوري په عشق کې ما ته ده محاله
 يخ به ځان د نمر ګرمۍ و ته کلک نه که

خپل پردي په عشق کې واړه له ما بيل شول
 روغ عالم د ليونيو کومک نه که

نه شته ستا مينه زما په مينه څه شي
 دا متل دی يو لاس هيچرې ټک نه که

له خوږو لبو ترخه ويل وباسي
 حبطه دې خدای عسل په نمک نه که

هره ورځ راسره سل وعدونه وکه
 ستمګار په ځای له سلو  ته يک نه که

هسې دُر کامګار خټک نه دي پېيلي
 چې غوري خشي به غوږ ځنې ډک نه که