...

کامګار خټک

چې خبر د عاشق نه اخلي يار څه که
 توانګر چې بخل واخلي نيست ګار څه که

ګلستان په ما بې ياره ګورستان دی
 پروانه چې شمع نه وي ګلزار څه که

که يو تار د يار د تورو زلفو مومي
 عاشقان اصلي نافې د تاتار څه که

چې په زړه نهال وي قد د سرو قدو
 وچ لرګی د باغ د سرو چنرو څه که

هغه مخ چې ازلي دلربا نه وي
 مشاطه به يې په نقش نګار څه که

چې اثر يې د معشوق په خاطر نه شي
 عاشق سولو له ډيوه د مزار څه که

ستا د زلفو خيال زما تر زړه چاپير شو
 چې چاپير نه شي تر ګنجه ښامار څه که

که مطلب يې ستا د مخ ننداره نه ده
 سرغړنی نمر په هر هر ديوار څه که

د جهان ستانې يې وغوښتلې واړه
 چې کام نه مومي له ياره کامګار څه که