

کامګار خټک
دلربا
چې په شانه سنبل پرېشان که
په هر تار يې هزار زړونه بنديوان که
ما
فقير ته به مخ کله برهنه که
چې آرزو يې و ليدو ته بادشاهان که
له
حجابه مخ ښکاره که لکه مهر
چې په ما باندې رڼا شپه د هجران که
زړه
دې هيڅ زما په اوښو نرم نه شي
د باران اوبه ګار کله په سندان که
کامګار
هسې ستا هجران سينه کباب که
چې افغان يې له افغانه درست افغان که