

کامګار خټک
بې
تا نه وينم دا نور جهان بې شکه
راشه اې! زما د سترګو مردمکه
په
ملال ملال کاته مې دې زړه يووړ
اې! د زړونو په تاراج له زرو يکه
ما
لا فکر ستا د وروځو د کمان کړ
خبر نه وم د مژګانو له ناوکه
چې
ليدلې مې په سترګو ستا جمال دی
دا خراب زړه مې وتلی دی له وکه
مشکين خط دې چاپيره تر ښکلې مخ شه
خاربندي وشوه د ګلو د باغ کلکه
چې
د باغ په سير يې درومي ستا نثار ته
ګل لمن کړه د شبنم په درو ډکه
په غم ستا په وصل کې محظوظ دی
ځنې درست عمر اميد که له پيلکه
د
تور خال هندو دې څه توره بلا ده
په افسون وسله رانيسې له اوزبکه
هسې
دور د ګرګون راغی کامګاره
چې تميز د توتي نه شي له سبزکه