

کامګار خټک
هغه
څوک چې څېر د يار د مخ مصحف که
تر نه ياد اسم اعظم لکه آصف که
که
منصور غوندې مې دار ته خلق بيايي
عشق اوله راته غږ ولا تخف که
هر
سړی چې په دلبرو مينه کاندي
د تهمت غشيو ته ځان لکه هدف که
چې
حجاب د صورت لرې که له ميانه
کل عالم به و هغه ته منکشف که
چې
په زړه د چا چراغ د عرفان بل شي
هميشه به په خوله ذکر ما عرف که
چې
د عشق بادشاه په زړه د چا ميشته که
نور خيالونه له خاطره برطرف که
بيګانه
به دا ستم په چا و نه که
چې په پلار يې د دې دور ناخلف که
نادانانو
د خبرو قدر څه زده
لکه خر تر قندو مينه په علف که
د
کامګار وقوف په صف شه د نيکانو
په قيامت چې خلق واړه صف په صف که