...

کامګار خټک

واصفان چې ستا د ښکلې مخ اوصاف که
 نمر له شرمه ځان پناه تر کوه قاف که

دواړه زلفې دې نافې د تورو مشکو
 چين ماچين ختا خطا د مشکو لاف که

د ګيسو دې په اطلس د جمال پټ کړ
 عاشقان دې هميشه په سر طوفان که

په شانه سره دې بوی د زلفو خور شه
 بوی روان شي چې پاره د مشکو ناف که

په غمزه غمزه هغه ابرو کمانه
 د بڼو په غشيو زړه زما شګاف که

تر ما کله زيات د هجر اور دی سوی
 که بلبل چمن ته لافې په ګذاف که

په ساقي باندې مې هسې ګومان نه و
 چې به بخره زما درد د نورو صاف که

لکه ستا د مخ ثنا کامګار خټک که
 د ګلونو ثنا کله هومره واف که