...

کامګار خټک

چې تل ښه له بيګانه ووهم له خويش که
 ښه کارونه به هغه و ته خدای پيش که

نيت له هر چا سره ښه لره که ښه کړې
 ګرفتار به په بدانو بد انديش که

د نيکۍ طمعه دې نه کوي له خدايه
 چې د خوار عاجز خاطر په جور ريش که

له خواری نه به د دين و دنيا خلاص شي
 هر سړی چې زړه ساتنه د درويش که

د حرص له بده رنځه به فارغ شي
 که څوک صبر د ازل په اول ويش که

د دنياوو ټولول ته هوس مه کړه
 څو ډيريږي هومره لا غمونه بيش که

کل خواړه يې اميخته ګڼه په زهرو
 چې څوک غواړي انګبين قبول دې نېش که

بد سړی په منع نه شي له بدۍ
 خپل پردي که نصيحت ورته همېش که

ما کامګار ته هم هغه دانا ليده شي
 چې کل چارې د اسلام په دين په کېش که