...

کامګار خټک

څوک چې غواړي د وفا خوی له فلکه
 د شعور طعمه اميد که له کودکه

نور عالم د چا په شمار او په حساب دی
 چې مرګ مزکه په نبيانو کړله ډکه

د عاشق مينه پيدا کاندي په ښکليو
 په خاطر يې د هجران شتي که لکه

که په لاس د چا پياله د مراد ورکه
 په آخر به يې ترې توی کاندي بې شکه

د سړي صورت حباب مرګ لکه باد دی
 د حباب بنا به څه وي باد ته کلکه

بې معنو سړی که لوی وي لکه سر وې
 په نظر زما ليده شي کم تر ککه

ربه لرې د کامګار له زړه بدي کړې
 لکه ديو له ورايه تښتي له ملکه