...

کامګار خټک

لا به کله رب پوره زما مراد که
 چې محزون زړه مې د يار په وصل ښاد که

لکه زړه مې د دلبر هجز زخمي که
 هسې کله غوڅول تېغ د جلاد که

د وصال اميد د ښکليو ناپوهي ده
 الفت کله له سړيو پري زاد که

وا به نه وړم د دلبرو له جواره
 خپل پردي که همګي زمان اهداد که

که هميش باران د سترګو باندې اورم
 د هوس کښت يې نابود د غم حراد که

هره ورځ وعده کوي بيا يې دروغ که
 څوک به څه باور د ښکليو په ميعاد که

د فراق لمبې مې بلې په ګوګل دي
 چې د وصل خوږ ساعت راته زړه ياد که

په جفا وم د دلبرو عادت شوی
 ځکه زړه مې آرزو يې د خپل معتاد که

له کامګار سره يار هسې غلول که
 لکه خلک يې د سرای د خير آباد که