...

کامګار خټک

چې آسيا غوندې فلک ګرزي په مزکه
 تمامي اشيا د ليږي په کې ځکه

دا فلک دی په مثال د بازيګرو
 لوی سړی پرې کله غوليږي بې هلکه

د زړه تخت ځکه ستا ونيو ديوانو
 چې د عقل ګوی شورو څخه ورکه

دا دنيا ګنده جيفه طالب يې سپی دی
 اهل دل له دنيا ځکه کاندي کرکه

په پښتو ژبه محال دی چې پيدا شي
 د کامګار غوندې شاعر بې له خټکه