

کامګار خټک
چې
زري د ستا په سر له خياله کج که
عشق يې اور زما په زړه کې مندرج که
که
مين دې زه په مخ يم عيب يې کوم دی
بلبل مينه که په ګلو، نه همج که
چا
چې زړه بايله په مينه د دلبرو
له خاطره به يې محوه کل فرج که
د
فرهاد غوندې به ځان په خپله مړ کړم
که مې يار جور و جفا په دا نهچ که
لوی
هلک مې د تهمت په کاڼوولي
لکه رمې د جمار چې اهل حج که
دا
فلک د چا په سر تاج د افسر که
د چا سر ته جوړ د خاورو ايرو چج که
ما
کامګارو ته قصې دي د هلکو
که ناصح و ته خبرې په مخرج که