...

کامګار خټک

که ډېر مال ور عنايت که
 فلک بيا به يې غارت که

عاقبت به دې حيران که
 که دې ډېر صاحب دولت که

په دنيا کې خوښي نه شته
 دا سړی ډېر حماقت که

سړی پاڅوي له خاورو
 د سرير يې لايقت که

خزانې يې شي بې شماره
 په کې وي عيش و عشرت که

درست جهان يې په فرمان شي
 په آسمان يې هسک رايت که

له دارا يې را نيولې
 ور عطا هغه نوبت که

ښه ځايونه ځانته ساز که
 په کې ناست اوسې راحت که

په کې ټولې که شي کښلې
 هغه ځای لکه جنت که

د مرګ باد ورپسې راشي
 تار په تار يې په ساعت که

نازک تن يې لکه واورې
 په ايرو خاورې لت پت که

د فلک په داد خوښ مه شه
 واړه داد په عاريت که

چې په ورکړو يې غره شه
 په خپل ځان لوی قباحت که

شاهان پريباسي له تخته
 په عالم يې فصيحت که

و نمړۍ ته يې محتاج که
 خواست په کلي په محلت که

څوک يې نه پريږدي و در ته
 په صحرا يې سکونت که

تاج ترې واخلي د شاهۍ
 سر يې تور په نلاکت که

هسې سخت ساعت پرې راشي
 چې آرزو د هلاکت که

دا فلک يو سرګشته دی
 کله کار په مصلحت که

د بهار په وخت د ګلو
 د چمن د باغ زينت که

بلبلان خزان نتلي
 يو له بله تهنيت که

هر بلبل د حال په ژبه
 د چمن ثنا صفت که

عطا سر وې صنوبر ته
 د دلبر غوندې قامت که

پژمرده يې په څو کاله
 د اهاړ په حرارت که

په ښايست د باغ ګلونه
 يو تر بله سباقت که

د لاله کلاه په سر که
 بيا په باد يې غنيمت که

د خزان باد پسې راشي
 تمام باغ په بل صورت که

ښايسته بشر پيدا که
 چې د نمر مشابهت که

لب لعل سپينکي غاښ يې
 مرغلرې بيش قيمت که

نازک تن يې لکه ګل که
 لا تر سروې یې اوچت که

په جمال يې بل مين که
 ګرفتار يې په زحمت که

په وګړو يې رسوا که
 په درست خلک يې ملامت که

که معشوق ورسره بد که
 دی اورې کله حجت که

يو ساعت ترې نه بيليږي
 هسې زور پر محبت که

دا فلک بازيګر ګوره
 چې ښکاره څرنګ ظلمت که

که په وصل کې څوک خوښ وي
 اندوهناک يې په فرقت که

په کلونو سره پيل شي
 فلک دا عجب خصلت که

ځوان ته زړه د رستم ورکه
 په هر ځای کې شجاعت که

تنها مات تمام لښکر که
 چې ښکاره خپل صلابت که

هومره قدر قيمت ورکه
 چې شاهان يې هم خدمت که

په آخر يې په کوهي کې
 روباه طووه يې قوت که

نه مردي يې په کار کيږي
 نه څه سود ورته جرات که

حاجت نه شته له فلکه
 چې به څوک څه حکايت که

نه پرې تودوي نه پرې سوړوي
 که څوک شکر شکايت که

دانا خوار نادان غني که
 ګوره دا څه علامت که

د دانا نصيب که زهر
 د نادان برخه شربت که

د هوښيار برخه خواري که
 هميشه خپل مشقت که

قرار ناست په څای نادان وي
 نه څه غم نه څه شدت که

ښه ښه خوري، ښه ښه اغوندي
 په څای ناست وي فراغت که

وکناس ته دنيا ور که
 په عالم يې ډير عزت که

له سيده دنيا واخلي
 تر کناس يې کم حرمت که

په صدف کې ګوهر لوی که
 ګرفتار يې په غربت که

د چا خواست نه لږې عمر
 د چا يوځل اجابت که

ډير ذليل عالم عزيز که
 عزيزان ډير په غربت که

له نادانه يې دوستي ده
 له دانا تل عداوت که

چې لايق د درم نه وي
 پرې وافر اقسام نعمت که

چې په ور کړه زيړ لرزان وي
 زيړ لرزان يې پر نکبت که

دا فلک لکه يو ما دی
 د يو ما ځکه عادت که

ګوره څرنګ له عالمه
 هميشه معاندت که

دانا ځکه د فلک
 پيوسته مجانبت که

نه په دادې خوشحاليږي
 که يې ډير شان وشوکت که

که ملنګ يې دودهي که
 هسې نه چې ندامت که

نه له زهرو دی ځان ژغوری
 نه يې مينه په ذلت که

له دوی ځکه هميش چرخ
 په دارنګ کينه غيرت که

د فلک کاسه له زهرو
 ډک هر چاوته منت که

غافلان په دو دو زغلي
 عاقلان ځنې نفرت که

هميشه په قهر ګرزي
 په چا کله مرحمت که

په سړيو باندی قهر
 ډير بې حده بې غايت که

هسې چاو کاندی برسيره
 چې جهان ورته حيرت که

تمام ډک دي له عسرته
 څوک په څه ترې مسرت که

کامګار هسې نادان دی
 چې اميد تر عاطفت که