

کامګار خټک
له
بدانو چې صحبت که
په خپل ځان لوی قباحت که
د
بدانو صحبت اور دی
چې سوخته کلی محلت که
په
صحبت به يې ګمراه شي
که د بدو تل صحبت که
بدکاران
به خدای بېشکه
په دوه کَوْنه فضيحت که
خوی
د بدو له دوزخ دی
دوزخيان به بد سيرت که
د
دې دور عالم واړه
له نېکانو ډېر نفرت که
هغه
ځای ته قدم نه ږدي
چې څوک ناست وي نصيحت که
په
خندا خندا ور درومي
هغه ځای چې څوک بدعت که
ظاهر
ځان کامل ولي که
په باطن کې شيطانت که
د
پردې د مال خوړنه
د خپل مال مشابهت که
رسم
دود يې د کافر وي
په خوله نوم د شريعت که
تل
صحبت کړه له نېکانو
چې لايق دې د جنت که
کامګار
شپه او ورځ په زړه کې
د جميل ميان زيارت که