...

کامګار خټک

که له مخه راته يار لرې نقاب که
 ورعطا به رب د دوو کَوْنو ثواب که

که آفتاب د يار له مخه نه شرميږي
 سکه په څه په مخ کې ابر خپل نقاب که

سرزنش ځکه بياموند سول په اور کې
 چې سيالي د يار د مخ سره ګلاب که

که يار مخ راته ښکاره که لکه شمع
 زما زړه به پروانه غوندې کباب که

که مې تېر چېرې په زړه کړې عيب يې نه شته
 خار و خس همېش ګذر په لوی درياب که

په فرياد دې زما زړه کله نرميږي
 په ژړا د پسه زړه سوی کله قصاب که

د وصال در به هاله په لاسو راوړي
 چې اول ځان په درياب د عشق غرقاب که

چې ذرې غوندې په عشق کې نشان کم که
 آرزو يې دې د تاب هاله د آفتاب که

په جهان کې مې مراد وصل د يار دی
 لا به کله زما خوار خاطر کامياب که

هر جفا جور چې کړې زه به يې وړمه
 و صاحب و ته غلام کله جواب که

تل خواستونه کړم څښتن ته ستا د وصل
 يوه ورځ مې به خواستونه مستجاب که

د هجران اغزي مې څرخ شه په لېمو کې
 کامګار خټک په بې له تا نه خواب که