

کامګار خټک
که
ښکاره راته يار مخ لکه آفتاب که
ما به خلاص د جدايۍ له سخت عذاب که
په
حلقو يې هزاران زړونه بندي وي
چې له خياله د دلبر زلفې پيچ و تاب که
په
ژړا کې ځکه لاس کېږدم په سترګو
چې لاهو به د يار خيال د سترګو آب که
چې
د عشق ذره يې نه وي په وجود کې
بيهوده خوب و خوراک لکه دواب که
د
دنيا و ودانۍ و ته به شا که
که په زړه يې کشاده د عرفان باب که
خپل
مطلب به نژدې ځان څخه بيا مومي
که له ميانه دې صورت لرې حجاب که
عاقبت
به يې بندي د ګورستان که
په دنيا که يې فلک مالک رقاب که
اعتماد
به څوک د زړه ور پورې څه که
چې په تلنه تر اوبو عمر شتاب که
مرد
هغه دی چې په امر باندې کار که
پيوسته له نواهۍ اجتناب که
خلاص
له غمه به په دوه کَوْنه کامګار شي
که دلبر زما ښکاره لرې نقاب که