...

کامګار خټک

کردګار که دې وصال و راعطا که
 لکه اول دې درد همه له ماسوا که

ولې مه کوه آه، آه له درده و دوکه
 دا مولا د کل عالم درد و دوا که

د مهر و وصال دمه زما د دل ده
 کردګار مې که دا مراد د دل دوا که

سروې کله له مهرو سره ده سمه
 عالم کل دور له محله دعوا دا که

رسم هر کله د دور و دا طور
 که له ما سره دا دور حسد لا که

د وصل د موسم هوا وګوره
 ملک همه ګل و لاله له لوء لوء لالا که

سر دې مه اوسه سوا د ده له درده
 که مولا روا کامګاره دا دعا که