

کامګار خټک
که
مې زړه وسو د مينې په اور لا ښه
په دا اور کې که شوم تور لکه اور لا ښه
زاهدان
چې ځان د زهد په سيند وينځي
زه که تور يم ستا د مينې په تور لا ښه
چې
يو څاڅکی په کې مۍ د مراد نه شته
که زما د حيا جام شو نسکور لا ښه
زه
د يار په جفا کله زهيريږم
که تر دا نه لا ستم کوي نور لا ښه
ملامت
د عاشقانو بدايي ده
که و ما و ته څوک کاندي پېغور لا ښه
بې
له ياره مې هيچرته آرام نه شته
په صحرا مې هجر وژني په کور لا ښه
ته
زما په ژړا ولې زهيريږې
بلبلان که په ګلونو کا شور لا ښه
باد
که ستا زلفې په مخ خورې ورې کړې
چې د مشکو بوی په خلکو شه خور لا ښه
يو ځل
بيا د سرو لبانو بوسه را کړه
که رقيب شي له دې غمه شبکور لا ښه
زړه
مې ډېر ساته د هجر په حصار کې
که ستا مستو سترګو رانیو په زور لا ښه
چې
خپل زړه دې په لاس نه درته کامګاره
يار که وتاړه د زلفو په ډور لا ښه