...

کامګار خټک

چې قبوله کړې په سر د غم ليشه
 د يار شونډې ګبينه غوندې چيښه

د فرهاد غوندې صادق بويه په مينه
 چې په يار پسې ځان مړ که په تېشه

چې مې کر د آشنايي کاوه په زړه کې
 د غمونو راته سازه شوه ريښه

چې په غم کې لکه دوک هسې نری شي
 د وصال پنبه هاله باندې ورېشه

هم په خوب کې هم په ويښه غم د يار کړم
 په خاطر مې نه شته بله انديشه

د مراد ساغر چې ډک لرې په ميو
 يو يو ګوټ په مشتاقانو هم ويشه

په نور چا ګهی ښادي وي ګهی غم وی
 د کامګار په نصيب غم شو هميشه