...

کامګار خټک

په آزار د مظلومانو مايل مه شه
 له لوګي د سويو زړونو غافل مه شه

د ټوپک د تورې غوڅ به څښتن روغ که
 مسلمان د آه په غشي ګایل مه شه

که آزار د مسلمان د چا مطلب وي
 دا مطلب يې تر قيامته حاصل مه شه

هسې خوی کوه چې نور عالم دې ستايي
 ته په خپله د خپل ځان په ستايل مه شه

په جهان بده خواري نه شته تر سواله
 که دې زده له خپله پلاره سايل مه شه

ستا د حسن باد زما په زړه کې ليک شول
 دغه نقش مې له خاطره زايل مه شه

څو دې روح په تن کې شته دی اې کامګاره
 يو ساعت د دين له چارو کاهل مه شه