...

کامګار خټک

د مخ لمر دې پټ د خط په غبار مه شه
 په اسلام باندې بری د کفار مه شه

ستا د خط خال مې په زړه که ځنې چارې
 په کفارو کې مؤمن ګرفتار مه شه

زړه مې ستا د زلفو مينې ناقرار که
 آموخته د چا په خونه کې مار مه شه

انتظار ستا د وصال په مرګ راضي کړم
 په نصيب د چا مدام انتظار مه شه

د رقيب په خوله له ما سره جفا کړې
 چغل خور سړی بادشاه ته رويدار مه شه

که مې سر د عشق په تور کې لاړ شي ښايې
 دا بې سر و سر په تن باندې بار مه شه

څوک چې تا غوندې صنم ته سجده نه کا
 ستا د تورو زلفو تا یې زنار مه شه

چې اوده شي هغه څوک د يار په غېږ کې
 د قيامت تر ورځې پورې بيدار مه شه

که ظاهر خلاصی د عشق له غمه غواړي
 پټ د زړه دننه وايي کامګار مه شه