...

کامګار خټک

څو د زړه ملک خالي نه کړې له خناسه
 خلاص به نه شې له ګومانه له وسواسه

د زړه تخت دې ځکه ونيوه دېوانو
 چې دې ګوته د سليمان لاړه له لاسه

د هوا په سرکش اس باندې سورلي کړې
 فهم وکړه چېرې پرې نه وزې له آسه

هر نفس يې بهادر دی که پوهيږې
 هر زمان به حظ اخلې له انفاسه

دنيا ټګه ده دايم مکر ټګي که
 ډېر يې تا غوندې غولولي بې قياسه

په طريق د محبت مواسان ډېر دي
 يو زمان فراغت مه شه له مواسه

نادان ګوره له خپلې ناداني
 سموي کرېړ کرکڼې له ګيلاسه

په مثال دنيا مرداره ده باور کړه
طلب ګار يې لا تېر دی تر کناسه

له دلبره عنا عين عنايت دی
 که عارف يې وېره مه کړه له افلاسه

د فلک له حادثانو مه ويريږه
 که دې ژندره ګرزوي په مرد پاسه

زه کامګار ځکه د خلکو کناره شوم
 چې بشر تر شيطانانو شته له ناسه