

کامګار خټک
ساقي
بيا بيا له وما راکړه لب ريزه
چې بې هوش شم د قيامت له رستخيزه
له
دې پسه به رندي د مۍ نوشي کړم
چې مې هيڅ حاصل و نه ليدله پرهېزه
چې
خبر په حقيقت د شمس نه شي
څه حاصل کا مقالات که له تبريزه
دواړه
کوَنه د هغو سړيو خپل شول
چې يې بيا مونده محبوبه دل اويزه
رب
مين په هسې ښکلي ستمګار کړم
چې يې بل سريکار نه شته بې خونريزه
له
سختي به د عشق ډېر وو تښتيدلي
که عار نه وي د عشاقو له مکريزه
زه
به څرنګ سلامت ترې خلاصيدلم
چې دلبر غمزه تر توري لري تېزه
شور
دې ګډ په تمام کلي په ولس کړ
دريغه دريغه دلربا يې شور انګيزه
د
شيرينې د زړه مينه په خسرو وه
که فرهاد ترې لا مين و تر پرويزه
ما
کامګار ته د يار يو ديدن کافي دی
ملامت مه کړه زاهده سحرخيزه