...

کامګار خټک

چې د زړه ملک مې للون کړ ښه د صدق په لاره
 له اوله مې پرې تخم ستا د مينې وکاره

چې مې وليد په پياله کې ساقي د جمال عکس
صراحي غوندې مې ځکه ځان و جام ته وسپاره

په قيامت به د دوزخ لمبې په هغو اثر نه کا
 چې دلې دي پاخه شوي د هجران په تناره

هسې اور د محبت زما په زړه دی لګېدلی
 چې لمبه يې ليدی نه شي درست صورت مې شه سکاره

سترګې ستا خوني زمري دي چې خوراک يې د زړه غوښې
 ما خپل زړه دی ورته ايښی خوره شه ستا په زاره

چې تر مخ دې خط پير شو لا دې حسن يو په دوه شه
 د ډېوې رڼا زياتيږي چې ظاهره شي تياره

که يې ووينې زاهده ملامت به په ما نه کړې
 زړه بې ځايه تلی نه دی ما هم عقل هوش لاره

که د عشق په غم کې خلکو غمخوري زما کوله
 په ډېر ډېر خوړل خوړل يې اوس ماړه شوه غمخواره

د خپل يار له جوره ولې تل ژړا کوې کامګاره
 تا په خپله زړه د يار په تورو سترګو وهاره