...

کامګار خټک

دا دنيا د کل عالم اتفاقي ده
 چې په سر پياله ارزانه د ساقي ده

لکه تږی په صحرا کې وي اوبو ته
 ستا ليدو ته زما هسې مشتاقي ده

ساقي مه کېږده د ميو جام له لاسه
 څو په سر کې مې د عقل څه باقي ده

د ريښتني په هر ځای قدر و قيمت دی
 شرميندګي نصيب مدام د نفاقي ده

زه به څرنګه له عشقه منع کېږم
 چې دا بخره مې اوس نه د ميثاقي ده

زه کامګار خټک امان ورځنې غواړم
 له هغې بخرې چې شوې د عاقي ده