

کامګار خټک
ستا
د سترګو چې دا هسې عياري ده
بې بنياده د زاهد پرهيزګاري ده
په
ځنګل کې د عشق لارې لارې درومې
دا د عقل جامه ډېره انباري ده
ساقي
ما په يوه جام ورځنې خلاص کړه
چې غمونه ځنې زيږي هوښياري ده
و هر
زړه ته چې عشق ورشي صبر درومي
و آفتاب ته د يخ څه پايداري ده
چې
يې زړه د يار په مخ بايللې نه وي
په هغو باندې قراره قراري ده
چې
دارو يې هيڅ طبيب کولی نه شی
يوه څه بده د هجر بيماري ده
زما
زړه نه کړه خلاص د عشق له غمه
څه په کار د غمخوارانو غمخواري ده
د
بڼو خيال يې اغزی شي راڅرخيږي
د هجران په شپه مې ځکه بيداري ده
د
هجران د نمر له تاوه په وسواس يم
چې مې تل لکه شبنم شب بيداري ده
په
درست عمر د دلبرو له وصاله
خوار کامګار کله ليدلې کامګاري ده