...

کامګار خټک

 څو له غمه د زړه خونه ورانه نه ده
 د سيم تنو آشنايي آسانه نه ده

دا بلا چې ما په عشق کې وليدله
 اوريدلې مې هرګز د چا نه، نه ده

ما په څه له عشقه اړوې ناصحه
 تېښت له اوره پتنګ نشانه نه ده

پروانه صبوري کا تر هغې پورې
 څو چې شمعه د مجلس خندانه نه ده

چې مې وليدې د بهار خونخوارې سترګې
 نور مې طمع د ژوندون له چا نه، نه ده

که بوسه د يار په سر مومې کامګار
 مرغلره په کودري ګرانه نه ده