

کامګار خټک
که
اغوستې ململي جامه د پياز ده
بدبويي ښکاره د وينې د پټ راز ده
د
محنت په تاو زر وچه شي تر نورو
هره ونه چې ساتلې په ډېر ناز ده
آزادي
تر قناعت په جهان نه شته
نه په دهر کې خواري بده تر آز ده
د
وګړي په ذلت به ذليل نه شي
د چا بخره چې رب کړې په اعزاز ده
چې
شاهين د اجل ناست دی په کمين کې
د ژوندون که تره ولې په پرواز ده
په
شش در کې يې تمام عالم بندي شو
د فلک بازي همه د دغه باز ده
د
پتنګ سوختن يې وليده په سترګو
شمع ځکه تر صباحه په ګداز ده
د
کامګار په زړه کې هسې اور بل نه دی
چې يې وزيږي په تن کې وينه واز ده