

کامګار خټک
چې
جدا ځم د دلبر له ښکلي مخه
په هوا د غم په باد ځم لکه پخه
که
مې سر په عشق کې ځي پروادار نه يم
زهیريږم د غماز سړي په مخه
چې
له غمه يو زمان نه خالي کيږي
زما زړه شو په مثال د غم کوډخه
په
شطرنج د يار د مينې هسې بند شوم
چې په هيڅ لور نه خلاصيږم له شارخه
مخ
دې تور په دواړه کوَنه شه رقيبه
چې دې وکړه د کامګار په وصال رخه