

کامګار خټک
خلک
وايي چې په مخ قمر يې ته
قمر څه چې ډېر بهتر تر نمر يې ته
چې
دې نوم په ژبه واخلم حلق مې خوږ شي
يو عجب دلبر په لب شکر يې ته
شيخ
چې وليده هلال د تا د وروځو
وايي دا چې مبارک اختر يې ته
په
ملال ملال کاته زړونه رانیسې
جادوګر او افسون ګر دلبر يې ته
ستا
ديدن ته به مې روح په خوښۍ ووځي
که د مرګ په وخت مې ناست په سر يې ته
و علاج
ته مې له قصده ځان نادان کړې
سراسر زما په درد خبر يې ته
که
هر څو د ښکليو وصف شي د حسن
تر همه وو په هر څه بهتر يې ته
خو د ستا سترګو بې تېغه يم وژلی
بيا په څه واته په لاس خنجر يې ته
د
ګلونو باغ به څه کا چې تا ويني
په مخ ښه تر ګل په قد عرعر يې ته
په
ما ستا د زلفو مينې ملک تياره کړ
په سپين مخ که منور سحر يې ته
څه
خوښي دې په کې وليده کامګاره
تل په خاورو پروت د يار په در يې ته